شنونکي: حکومت په لویې جرګې سره د سولې سیاستونو ته ولسي رنګ ورکوي

افغان حکومت په داسې حال کې د سولې مشورتي جرګه راغوښتې او د طالب زندانیانو د خوشې کولو او یا نه خوشې کولو په اړه ترې مشوره اخلي چې طالبانو وار له مخه له دغه جرګې سره مخالفت څرګند کړی او ویلي یې دي چې دا یوه غیرقانوني جرګه ده او پکې ګډونکوونکي خلک هم د ټول ولس استازیتوب نه شي کولای.