ads

ام ټي این شبکه په ۲۲ هېوادونو کې د خپلو خدمتونو ارزونه کوي

په افغانستان کې د اوترا اداره وایي، ام ټي این مخابراتي شبکه غواړي چې د افغانستان په ګډون په ۲۲ هېوادونو کې د خپلو خدمتونو له سره ارزونه وکړي.

محمدخان بریال
16 زمری 1399
ام ټي این شبکه په ۲۲ هېوادونو کې د خپلو خدمتونو ارزونه کوي

د دې ادارې ویاند سید شینواري هغه اوازې رد کړې چې ګواکي دغه اداره په افغانستان کې خپل فعالیتونه بندوي.
هغه وویل، دا شرکت په پلان کې لري چې په ۲۲ هېوادونو کې خپل خدمتونه له سره وارزوي او په خبره یې دا لړۍ به لومړی له سوریې هېواد پیل شي.
دی زیاتوي، ام ټي این شرکت دلته ښه مارکېټ لري او نه غواړي چې په اسانۍ افغانستان پرېږدي.
تر دې وړاندې رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی و چې دغه بنسټ د افغانستان په ګډون په سوریه، یمن او یو شمېر نورو هېوادونو کې خپل فعالیتونه بندوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA