ads

په ميدان وردګ ولايت کې د کرکټ نوی لوبغالی جوړېږي

د افغانستان له کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ميدان وردګ ولايت په مرکز ميدان ښار کې پر ۲۲ جريبه ځمکه د کرکټ د يو لوبغالي جوړولو چارې پيل شوې.

ذکریا ذکي
15 زمری 1399
په ميدان وردګ ولايت کې د کرکټ نوی لوبغالی جوړېږي

خبرپاڼه وایي، د دغه لوبغالي د جوړولو چارې د تدارکاتي پروسې له بشپړولو وروسته د ايکسلنټ پاراګان په نوم د رغونې يو شرکت ته سپارل شوې چې د يو نيم کال په موده کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
خبرپاڼه څرګندوي، د رغونې په لومړي پړاو کې د څلور زره نندارچيانو لپاره د ناستې ځای، د لوبغالي د هوارولو، د لوبغاړو د ناستې ځای او چمن جوړولو اسانتياوې شاملې دي.
د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د کرکټ بورډ ریيس فرهان يوسفزي ويلي و، د کرکټ له نړيوالې شورا څخه يې د ۲۰۲۴کال نړيوال جام غوښتنه کړې او په همدغه هدف به په هېواد کې پر نړيوالو معيارونو برابر لوبغالی هم ورغوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA