ads

عثماني: ۳۱.۵ فیصده هېوادوال پر کورونا ویروس اخته شول

د افغانستان د روغتیا وزیر احمد جواد عثماني د چهار شنبې په ورځ خبري کنفرانس ته په خبرو کې وویل، د روغتیا وزارت د سروې پر اساس په ټول هېواد کې ۳۱.۵ فیصده هېوادوال پر کویډ ۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي.

محمدخان بریال
15 زمری 1399
عثماني: ۳۱.۵ فیصده هېوادوال پر کورونا ویروس اخته شول

ده وویل، دا سروې په ۳۴ ولایتونو کې د نهو زونونو په کچه ترسره شوې ده.
عثماني د نن ورځې خبري غونډې ته دا هم وویل چې د دې سروې پر اساس په ختیځو ولایتونو کې ۵۳ فیصده، په مرکزي ولایتونو کې ۴۲.۹ فیصده، په لودیځو ولایتونو کې ۳۶.۳ فیصده، په شمال ختیځو ولایتونو کې ۳۴.۱ فیصد او تر ټولو کم کسان په غور او ډایکنډي ولایتونو کې پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.
د نوموړي په وینا، یوازې په کابل کې ۴۶.۴ فیصده هېوادوال پر کویډ ۱۹ ناروغۍ اخته شوي چې هغوی نورو کسانو ته د یادې وبا په لېږد کې فعاله لېږدونکي وو.
هغه په ورته وخت کې دا هم وویل، پر کورونا د اخته ۱۰ میلیونه وګړو له ډلې ۳۲ فیصده یې مېرمنې وې.
د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال په ټول هېواد کې د کورونا ۳۶ زره او ۸۲۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له دې ډلې ۱۲۹۴ تنه مړه شوي او تر ۲۵ زره ډېر بیا ترې روغ شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA