ads

د ۱۹۷ وکیلانو او دولتي کارمندانو معاشونه ځنډول شوي

د افغانستان د شتمنیو د ثبت اداره وایي، د هغو ۱۹۷ وکیلانو او دولتي کارمندانو معاشونه او ټول امتیازات ځنډول شوي چې تر اوسه یې خپلې شتمنۍ نه دي ثبت کړې.

محمدخان بریال
15 زمری 1399
د ۱۹۷ وکیلانو او دولتي کارمندانو معاشونه ځنډول شوي

د دې ادارې رییس عبدالودود بشریار تېره ورځ د رسنیو په مرکز کې خبري غونډې ته دا مسله مطرح کړه او زیاته یې کړه چې په یادو کسانو کې ۱۷۲ د ولسي جرګې غړي، ۱۲د مشرانو جرګې غړي، دوه وزیران، څلور والیان او شپږ معینان شامل دي.
بلخوا، له اداري فساد سره د مبارزې سکرټر احمد جواد دادبان په خوښۍ سره ویلي چې د ډېرو هېوادوالو شمتنۍ او پانګونې ثبت شوې دي.
د ده په خبره، د لوړپوړو چارواکو د شتمنیو د ثبت لپاره مقرره ترتیب شوې چې په تصویب سره به یې کارونه نور هم پراخه شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې حکومت ټولو لوړو پوړو چارواکو ته خبرداری وکړی، که خپله ټوله شتمني نه ثبت کړي، قانوني چلند به ورسره وشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA