دغه وزارت وایي، له دې وبا څخه شپږ تنه مړه شوي او ۱۸۶ نور بیا ترې روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۲۹۴ او د رغېدلو کسانو شمېر ۲۵ زره او ۷۴۲ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.