ads

د مشورتي جرګې کمېسیون: لویه جرګه به د سولې پروسه بریالۍ کړي

د سولې مشورتي لويې جرګې د جوړېدو کمېسيون وايي، دغه جرګه به د افغانستان د سولې پروسه يوې مثبتې پايلې ته ورسوي.

منصور یوسفزی
15 زمری 1399
د مشورتي جرګې کمېسیون: لویه جرګه به د سولې پروسه بریالۍ کړي

که څه هم تر دې مخکې ډېرې ناستې او لویې جرګې د سولې ټينګښت لپاره رابلل شوې دي، خو يوه هم د د جګړې ختمېدو او تلپاتي اوربند لامل نه‌شو.
د مشورتي جرګې د جوړېدو کمېسيون د دارالانشا رییس عبدالسلام رحيمي وايي، دغه جرګه به په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لامل شي.
دی زياتوي، د سولې اصلي روايت به په دغه جرګه کې ترتيب شي.
بل لور ته د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسيون رییس معصوم ستانکزی بيا وايي، د دغې جرګې په رابللو سره هڅه کېږي چې د پخوا په څېر د سولې ترخې تجربې تکرار نه شي.
د ستانکزي په خبره، دا جرګه دا زمينه برابروي، څو ټول افغانان سره یو موټی شي.
که څه هم د کليد څېړنیز راپور ښيي چې تېر کال د سولې په مشورتي لويه جرګه کې د مينځلو پر توکو او د خوړو پر مصالې ۱۰۰ لکه افغانۍ لګښت شوی و، خو اوس د دغې جرګې د جوړېدو کمېسيون مسوولين بيا ډاډ څرګندوي چې په دې برخه کې به د فساد مخنیوی وکړي.
ټاکل شوې چې دا لويه جرګه به دوې ورځې وروسته په کابل کې د ۳زره کسان په ګډون سره جوړه شي او د هغو ۴۰۰ طالب بنديانو په اړه به پرېکړه وکړي چې حکومت یې خوشې کول له خپل صلاحيته پورته موضوع بللې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA