ads

امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمېر څلور زره ته راټیټوي

د امریکا جمهور رییس ډونالډټرمپ پخپلو تازه څرګندونو کې ویلي، ډېر ژر به په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمېر کم کړي.

محمدخان بریال
15 زمری 1399
امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمېر څلور زره ته راټیټوي

هغه اکسیوز خبري شبکي ته په خبرو کې څرګنده کړې چې په راتلونکې نومبر میاشت کې د امریکا تر ټاکنو پورې به په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو شمېر د ۴ او ۵ زرو ترمنځ وي.
ده زیاته کړې، په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د شمېر کمولو په اړه خبرې روانې دي او ډېر ژر به هلته یوازې ۴۰۰۰ امریکایي پوځیان پاتې شي.
یاده دې وي چې امریکا په تېره فبرورۍ میاشت کې له طالبانو سره د دوحې په تړون کې ژمنه وکړه چې په تدریجي ډول به خپل سرتیري له افغانستانه وباسي.
امریکا د دې ګام لپاره طالبانو ته د اوربند او د بین الافغاني خبرو د پیلولو شرطونه ایښي دي، خو تر دې دمه په دې دواړو برخو کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA