ads

۷۴ بار وړونکي موټر له مالیې څخه د تښتې په تړاو نیول شوي

د کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي چې ځواکونو یې په هېواد کې ۷۴ هغه باروړونکي موټر نیولي چې له مالیې ورکولو یې تېښته کوله.

محمدخان بریال
15 زمری 1399
۷۴ بار وړونکي موټر له مالیې څخه د تښتې په تړاو نیول شوي

د دغه وزارت خبرپاڼه وایي، دا موټر د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو نیولي دي.
د خبرپاڼې په وینا، په یادو محمولو کې ګول‌سیخ، تېل، د چرګاڼو غوښې، ودانیز توکي او نور مواد شامل وو چې تر نیولو وروسته یې عاملین د ګمرکونو عمومي ریاست ته ورپېژندل شوي دي.
دغه وزارت څرګندوي چې په دې سره به د اداري فساد مخه ونیول شي، د هېواد عواید به زیات شي او د عاملینو پر وړاندې به یې قانوني چلند وشي.
که څه هم امنیتي مسولین د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې خبره کوي، خو اوس هم دا ناوړه پدیده د افغانستان د پرمختګ پر وړاندې ستر خنډ بلل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA