بلخوا، د لوړو زده کړو وزارت وايي، د دوی د طرحې له مخې به په تودو سیمو کې څلور اونۍ او په سړو سیمو کې اته اونۍ چټک درسونه دوام ولري.
دغه وزارت زیاتوي، د جوړې شوې طرحې پر اساس به د هېواد په ګرمو سیمو کې تر څلورو میاشتو او په سړو سیمو کې تر اتو میاشتو حضوري او تشدیدي ټولګي او سمستر دوام وکړي.
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې افغانستان ته د کورونا ویروس په رارسېدو سره د حکومت د پرېکړې پر اساس ټول ښوونیز مرکزونه وتړل شول.


