ads

د کورونا ویروس ۴۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۴۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۶ زره او ۸۲۹ تنو ته ورسېد.

محمدخان بریال
15 زمری 1399
د کورونا ویروس ۴۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

دغه وزارت وایي، له دې وبا څخه شپږ تنه مړه شوي او ۱۸۶ نور بیا ترې روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۲۹۴ او د رغېدلو کسانو شمېر ۲۵ زره او ۷۴۲ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA