ads

د هلمند والي: په دغه ولایت کې د بهرنیو جنګیالیو شتون ډېر شوی

د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین وايي، د دوی استخباراتي معلومات ښيې چې د دغه ولایت د جنوبې ولسوالۍ دېشو نه د هرات تر شنډن ولسوالۍ پورې القاعدې ته مربوطې ډلې او ګروپونه راټول شوي، ډېری سیمې یې ناامنه کړې دي او پر افغان ځواکونو یې بریدونو ته زور ورکړی دی.

حضرت محمد روحاني
15 زمری 1399
د هلمند والي: په دغه ولایت کې د بهرنیو جنګیالیو شتون ډېر شوی

هغه له کلید سره د مرکې پر مهال وویل، نشه یي توکي د بهرنیو وسله والو مالي سرچینې دي او دیاد ولایت په ډېری سیمو کې ځای پر ځای شوې دي.
«اوس القاعده وسله وال له بهرامچې تر هراته په یادو سیمو کې پراته دي، له طالبانو سره مرسته کوي او هغوی ته نظامي تمرینونه ورکوي. القاعده، پنجابیان او لشکرجنګوي اوسمهال ټول د طالبانو په جامه کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي او پر افغان ځواکونو یې بریدونو ته زور ورکړی.»
د دې تر څنګ بیا د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان ډګر جنرال ولي محمد احمدزی هم وايې، د دوی کشفي او استخبارتي معلومات ښيې چې د هلمند په سنګین، نهرسراج او یوشمېر نورو ولسوالیو کې لسګونه بهرني جنګیالي فعال دي او دوسله والو طالبانو په لیکو کې دافغان ځواکونو پر ضد جګړه کوي.
«په مشخص ډول درته ویلی شم چې پاکستاني اتباع شته او زموږ په ضد جګړه مخته وړي. هلمند هغه ولایت دی چې د نشه‌يي توکو د پروسس او قاچاق کاروبار پکې خورا زیات دی. همدارنګه طالبانو ته نوې وسلې ورکول کېږي، د دوی ځینې ډلې پر بهرنیو هېوادونو پلورل شوې او د هغوی لپاره کار کوي.»
په ورته وخت کې بیا د هلمند د ولايتې شورا رییس عطاالله افغان وايي، که دا خبره رښتیا وي چې د طالبانو په لیکو کې بهرني وسله وال ډېر شوي، نو دا چاره پر بین الافغاني خبرو ناوړه اغېز کولی شي.
«افغان حکومت له طالبانو سره سوله کوي، نو اړتیا ده چې طالبان پخپلو لیکو کې د بهرنیو جنګیالیو مخه ونیسي. دغه جنګیالي د سولې پروسې ته زیان رسوي او د جګړې نوې پاڼه پرانیستل کېږي.»
بلخوا، وسله وال طالبان د دوی په لیکو کې د بهرنیو جنګیالیو شتون رد کړی دی. د دې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي په څو ځله رسنیو ته ویلي چې د دوی په لیکو کې هېڅ بهرني جنګیالي نشته.
ټاکل شوې چې د روان میلادي کال د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹ مه نېټه د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې هوکړې پر اساس، د طالبانو بندیان ازاد شي او تر هغه وروسته به بین الافغاني خبرې پیلېږي.
خو هېوادوال او امنیتي چارواکي اندېښمن دي چې تر طالبانو وروسته به بله ډله د هغوی ځای نیسي او یا هغه جنګیالي به بیاهم جګړې ته دوام ورکوي بهرني اتباع دي او اوسمهال د طالبانو په لیکو کې جګړه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA