ads

سبا به دولتي او خصوصي پوهنتونونه پرانیستل شي

افغان حکومت خبر ورکوي چې سره له سبا به په هېواد کې ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه خپل فعالیتونه پیل کړي.

محمدخان بریال
14 زمری 1399
سبا به دولتي او خصوصي پوهنتونونه پرانیستل شي

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي د سه شنبې په ورځ یو خبري کنفرانس ته وویل، ټول پوهنتونونه به د زمري میاشتې پر ۱۵ مه نېټه پرانیستل شي، خو د ښوونځیو د پرانیستل کېدو په تړاو به د کابینې په راتلونکې غونډه کې پرېکړه وشي.
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې افغانستان ته د کورونا ویروس په رارسېدو سره د حکومت د پرېکړې پر اساس ټول ښوونیز مرکزونه وتړل شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA