ads

په لویه جرګه کې پر څلورو نورو مهمو مسلو هم خبرې کېږي

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي د سه شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، ټاکل شوې چې تر راتلونکو څلورو ورځو د افغان سولې په تړاو لویه مشورتي جرګه جوړه شي.

محمدخان بریال
14 زمری 1399
په لویه جرګه کې پر څلورو نورو مهمو مسلو هم خبرې کېږي

د ده په خبره، په جوړېدونکې جرګه کې د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کېدو پر مسله سربېره، پر څلورو نورو موضوعاتو هم د خلکو نظرونه اخیستل کېږي.
د نوموړي په وینا، د سولې د راتګ څرنګوالی، په دې اړه د خلکو غوښتنې، له هېوادوالو سره د حکومت د پراختیایي برنامو شریکول او د یادې جرګې له مهمو غړو سره د جمهور رییس غني لیدل او د هغوی د ستونزو اورېدل هغه نورې مسلې دي چې په یاده جرګه کې به پرې خبرې وشي.
د صدیقي په خبره، د دې جرګې د جوړېدو هدف دا دی چې د سولې په تړاو د خلکو نظرونه واخیستل شي، د پاتې طالب بندیانو د خوشي کېدو برخلیک معلوم شي او د سولې د راتګ څرنګوالی معلوم شي.
ټاکل شوې چې د زمري یا اسد میاشتې پر ۱۷مه د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کېدو په تړاو په کابل کې لویه جرګه جوړه شي.
جمهور رییس غني هېوادوالو ته د لوی اختر په پیغام کې وویل، د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کېدو صلاحیت نه لري، نو له همدې کبله دا لویه پرېکړه مشورتي جرګې ته پرېږدي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA