ads

په جرمني کې ښوونځیو ته د فعالیت اجازه ورکړل شوه

که څه هم په اروپا کې د کورونا وېروس د خپرېدو اندېښنې پر ځای دي، خو جرمني هېواد پرون په ځنیو ایالاتونو کې د ښوونځیو پرانیستل کېدو ته اجازه ورکړه.

شمس الرحمن شمس
14 زمری 1399
په جرمني کې ښوونځیو ته د فعالیت اجازه ورکړل شوه

د راپورونو له مخې، د دغه هېواد په شمالي ایالت کې لسکونه زره زده کوونکو بېرته ښوونځیو ته تګ پیل کړ، خو دوی ته ویل شوي چې روغتیایي سپارښتنو ته به جدي پام کوي.
په ورته وخت کې د دغه هېواد د روغتیا وزارت له نورو هېوادونو غوښتي چې ورتلونکي مسافر په سم ډول معاینه کړي او تر هغه وروسته دې جرمني ته د ورتګ اجازه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه په ټوله نړۍ کې پر کورونا ویروس تر ۱۷ میلیونه ډېر انسانان اخته شوي او تر نیم میلیون ډېر بیا د دې وبا له کبله مړه شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA