دغه وزارت وایي، په ټول هېواد کې په همدې موده کې له یادې ناروغۍ څخه څوک نه دي مړه شوي.
تر دې وړاندې له کورونا ناروغۍ څخه ۱۲۸۸ تنه مړه شوي او تر ۲۵ زره ډېر بیا ترې روغ شوي دي.
روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.


