د ځوانانو په خبره، هغو ځایونو ته لاړل او مېلې يې جوړې کړې، چېرې چې پخوا د نا امنیو او وېرې له کبله نشول تللی.
که څه هم په دې اختر کې په ښار کې لوی پارکونه او مېله ځایونه د کورونا وبا له امله تړل شوي وو، خو ځوانانو بیا هم په لېرې پرتو سيمو کې د اختر شېبې په خوشالۍ تېرې کړې.
د یاد ولایت یو تن اوسېدونکی سردار محمد وايي، لومړۍ وار يې دی چې پرته له وېرې له خپل کوره د اختر خوشاله شېبې تېروي:
«په نورو اخترونو کې له کور بهر نه يم راوتی، خو سږ کال مې پرته له وېرې د اختر خوشالۍ له ملګرو سره یو ځای تېرې کړې.»
د نوموړي یو بل ملګری شاه محمود بیا له وسله والو طالبانو مننه کوي چې په لوی اختر کې يې درې ورځې اوربند اعلان کړ:
«ډېر خوښ یم چې درې ورځې اوربند و، خو له افغان حکومت او وسله والو طالبانو مو غوښتنه دا ده چې اوربند اوږد کړي، څو د سولې راتلو ته لاره هواره شي.»
یو بل ځوان روښان وایي، په دغه اختر کې یې له ملګرو سره چکر وهلی او ښې مېلې يې جوړې کړې. هغه زیاتوي د سږني اختر خوشالۍ د هرچا په سترګو کې له ورایه معلومېدې:
«دا ځل بیا هم د تېر کوچني اختر په څېر لوی اختر کې هم خوشالیانې یو په دوه وې. کومو مېله ځایونو ته چې لاړم، د اوربند له کبله د خلکو په څېرو کې خوښۍ له ورایه ښکارېدې.»
خوست ته له پکتيا راغلی ځوان محمد سید وايي، اختر کې يې هېڅ داسې احساس نه دی کړی چې ګنې هغه وظیفه لري او له وېرې دې چېرته لاړ نه شي:
«په لوی اختر کې ما هېڅ داسې احساس ونه کړ چې زه دنده لرم. پرته له وېرې هغو ځایونو ته لاړم چې پخوا ورتلل یو خوب ښکارېده.»
په دې لوی اختر کې د وسله والو طالبانو او افغان حکومت له لوري درې ورځنی اوربند د عام ولس له تود هرکلي سره مخ شو.
د خوست ولایت اوسېدونکي له وسله والو او افغان حکومت څخه غواړي، چې اوربند دې وغځوي، څو سولې ته لاره هواره شي.
د ولس دې غوښتنې ته تر دې دمه کوم چا د هو او یا رد ځواب نه دی ويلی، ولې لا اوس هم تمه شته چې ګني وسله وال طالبان به د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره یا اوربند اوږد کړي او یابه هم په تاوتريخوالي کې د پام وړ کموالي راولي.


