ads

په ټوله نړۍ کې د کورنا ناروغانو شمېر له ۱۸میلیونو واوښت

دا چې کورونا ویروس د تېر کال په دسمبر میاشت کې د چین له ووهان څخه خپرېدل پیل کړل تر دامهال یې دنړۍ په شاوخوا ۲۱۰هېوادونو کې ۱۸میلیونه او ۲۳۴زره کسان یې نیولي دي.

شمس الرحمن شمس
13 زمری 1399
په ټوله نړۍ کې د کورنا ناروغانو شمېر له ۱۸میلیونو واوښت

دا چې کورونا ویروس د تېر کال په دسمبر میاشت کې د چین له ووهان څخه خپرېدل پیل کړل تر دامهال یې دنړۍ په شاوخوا ۲۱۰هېوادونو کې ۱۸میلیونه او ۲۳۴زره کسان یې نیولي دي.

د رسمي معلوماتو له مخې تر دامهاله ۹۶۲زره او ۷۹۴تنه مړه شوي دي او تر ۱۱میلیونو زیات خلک ښه شوي دي.

په نړۍ کې امریکا او برازیل تر ټولو ځپل شوي هېوادونه دي چې دا وبا پکې ډېره خپره شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د ویروس پېژندونکو کمپنیو لخوا ددې وېروس ضد واکسین په جوړولو هڅې چټکي کړي دي.

تېره ورځ روسیې هېواد خبر ورکړ چې د روانې میاشتې تر پایه به ددوی لخوا جوړ شوی واکسین تایید شي او بیا به د اکتوبر میاشت په اوږدو کې پر یو شمېر خلکو وازمایل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA