د راپورونو له مخې د هندۍ سینما نوموتی فلمي لوبغاړی امیتاب بچهن له درې اوونیو وروسته له کورونا ناروغۍ روغ او پرون له رغتون څخه خپل کور ته رخصت شوی دی.
امیتاب بچن پر انسټګرام لیکلي چې کور ته راغلی او کوټه کې به قرنطین وي خو ورسره یې لیکلي چې پایلې یې منفې وه.
دا په داسې حال کې ده چې د امیتاب بچهن سره یو ځای د هغه زوی ابیشیک بچهن، ننګور ایواریا رای او لمسۍ ارادهیاهم پر وبا اخته شوي و چې لاهم له دې وبا رنځ وړي.
دا کورنۍ د هند سینما تر ټولو مشهوره او پخوانۍ کورنۍ ده چې د فلم دنیا کې خاص ځای او لارسته راوړنې لري.
د یادونې وړ ده چې تر دا مهال هند ۱،۷میلیونه وګړي په کورونا ناروغۍ اخته شوي او له ۳۷زره زیات کسان تر قرباني شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ