روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۳۶ مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۶ زره او ۳۶۰تنو ته ورسېد.
دغه وزارت وایي، له دې وبا څخه تر دا مهاله ۴تنه مړه شوي او ۴۷تنه ترې روغ شوي دي چې دې سره د مړه شویو کسانو شمېر ۱۲۸۸تنو ته رسېږي او نېږدې ۲۶زره خلک له دې وبا څخه روغ شوي دي.
روغتیایي چارواکي وایي چې کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

