ads

په امریکا کې د ایسایس په نوم توپان پیل شوی

د امریکا رسنۍ خبر ورکوي چې د یکشنبې ورځ د ایسایس په نوم زورو توپان پیل شوی چې تر دامهاله د فلوریډا ایالت ختیځو برخو ته نږدې شوی.

نویسنده: shams
13 زمری 1399
په امریکا کې د ایسایس په نوم توپان پیل شوی

د ایسایس توپان چې سخت باد او جاکړ ورسره ملی دی، پرون د یکشنبې په ورځ، د فلوریډا ایالت ختیځو برخو ته نږدې شوی.

د امریکا رسنۍ خبر ورکوي چې د یکشنبې ورځ د ایسایس په نوم زورو توپان پیل شوی چې تر دامهاله د فلوریډا ایالت ختیځو برخو ته نږدې شوی.

دوی وایي چې د توپان چټکوالی په ساعت کې شاوخوا ۷۲کیلو متره اټکل شوی او د امریکا د توپان ملي ادرې بیا خبر ورکوي چې نن سهار توپان چټکوالی یو څه کم شوی دی.

سرچېنه زیاتوي چې اوس د ویسټ پام د ساحل د جنوبې ختیځې خوانه شمال لویدیځې خوا ته یې مخه کړې ده چې د باد چټکوالی په ساعت کې ان تر ۱۰۰کیلو متره رسیږي.

د امریکا د هوا پېژندنې اداره وایي چې دا توپان ښایي څو ورځې دوام پیدا کړي او ممکن چې د فلوریډا ایالت نه وروسته د سې شنبې په ورځ د جورجیا ایالت د سواحلو نه تېر شي او د امریکا هغه ایالتونه به وځپي چې د اتلانتیک بجر په منځنۍ څنډه کې پراته دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA