یو شمېر سرچېنې وایي، چې مشورتي لویه جرګه به د روانې اسد میاشتې په ۱۷ نېټه چې د اګست د میاشتې له اوومې سره سمون خوري؛ رابلل کېږي او په یاده جرګه کې به د پاتې څلور سوه طالب زندانیانو د خلاصون او نه خلاصون په اړه بحث او پرېکړه وشي.
د امریکا او طالبانو تر منځ لاسلیک شوې هوکړه کې پرېکړه شوې وه چې افغان حکومت به د طالبانو ۵زره بندیان او طالبان به د حکومت زر تنه خوشي کوي.
خو تر اوسه ددغه لیست څخه څلور سوه طالب بندیان پاتې دي او افغان حکومت وایي چې ددغه بندیان په لویو جرمونو کې لاس لري چې د جزا قانون په اساس یې خوشي کول د جمهور رییس صلاحیت نه دی.
جمهور رییس اشرف غني د اختر په مناسبت خپله وینا کې وویل، چې دی د پنځه زره کسیز له ډلې د پاتې څلور سوه بندیانو د خلاصون صلاحیت نه لري او په اړه به یې مشورتي لویه جرګه تصمیم نیسي؛ خو له لېست ور هاخوا به پنځه سوه نور طالب بندیان خلاص کړي.
بل لور ته وسله والو طالبانو د ټولو حکومتي بندیانو د خوشي کولو ویلي دي، دغه ډله وایي که د لېست له مخې پاتې طالب بندیان ازاد شي نو دوی به بین الافغاني خبرې پیل کړي.
باید یاده شي چې دوه ورځې وړاندې د امریکا یو شمېر دیپلوماتانو افغان حکومت او طالبانو ته وړاندیز کړی و چې پاتې څلور سوه طالب بندیان دې په درېیم ځای کې نظر بند کړای شي او بین الافغاني خبرې دې پیل شي، خو تر اوسه افغان حکومت او طالبانو د یاد وړاندیز په اړه څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

