د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږياڼي وایي، تر دې دمه پر محبس د وسله وال برید له امله د امنیتي منسوبینو، ملکي وګړو او زندانیانو په ګډون۲۹ کسان وژل شوي او تر پنځوسو زیات نور ټپیان شوي دي.
خوږیاڼي وایي، تر دې مهاله اته بریدګر وژل شوي او د نورو له منځه وړلو لپاره د محبس په داخل او نیږدې پلازو کې تصفوي عملیات دوام لري.
نوموړي زیاته کړه،افغان ځواکونو د شاوخوا ۱۰۲۵هغه زندانیانو د تیښتې مخنیوی هم کړی چې له محبس څخه یې د تېښتې هڅه کوله او د دې تر څنګ په محبس کې پاتې څلور سوه بندیان ژغورل شوي هم دي.
اوسمهال لوی درستیز د محبسونو عمومي مرستیال او نور لوړپوړي چارواکي هم د پېښې ځای ته رسیدلي دي
د چارواکو په خبره برید تېر ماښام شپږ بجې او ۴۰ دقیقې محبس ته څېرمه د موټر بم په چاودنه پیل شو او ورپسې د نورو وسلهوالو بریدګرو او افغان ځواکونو جګړه پیل شوه.
داعش وسله والې ډلې د ننګرهار پر محبس د برید مسولیت منلی دی.
جان اغا صالح
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

