د ننګرهار پر محبس د وسله وال برید دوام…
د ننګرهار پر محبس د وسله والو ډله ییز برید کې لا پای ته نه دی رسیدلی.
د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، پر محبس د وسله والو په ډله ییز برید کې تر دې دمه د درې بریدګرو په ګډون ۲۱ تنه وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان شوي چې ټول ملکیان دي.
هغه زیاته کړه د بریدګرو د له منځه وړلو چاڼیز عملیات لاهم دوام لري چې ډیر ژر به له پښو وغورځول شي.
نوموړی وایي،افغان ځواکونو د سلګونه هغه زندانیانو د تیښتې مخنیوی هم کړی چې له محبس څخه یې د تېښتې هڅه کوله.
د چارواکو په خبره برید تېر ماښام شپږ بجې او ۴۰ دقیقې محبس ته څېرمه د موټر بم په چاودنه پیل شو او ورپسې د نورو وسلهوالو بریدګرو او افغان ځواکونو جګړه پیل شوه.
داعش وسله والې ډلې د ننګرهار پر محبس د برید مسولیت منلی دی
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

