د ننګرهار پر محبس د برید له ځایه تر دې دمه پنځه جسدونه او ۴۲ ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.
تېر ماښام د ننګرهار محبس ته څېرمه موټر بم بريد شوی چې له امله يې تر دا مهاله د ملکي وګړو پنځه جسدونه او ۴۲ ټپيان حوزوي روغتون ته ليږل شوي .
امنيتي چاروکي وایي ، ځواکونو یې د محبس پوستې په بشپړ ډول باندې تر خپل کنټرول لاندې راوستی.
امنتي چارواکي وایي ، تر اوسه درې بريدګر وژل شوي خو څېرمه پلازه کې چې ملکي وګړی په کې ميشت وو،په ډير احتياط د پاتې وروستي منزل کې عمليات جريان لري،تر څو پاتې بريد ګر په کې ووژل شي
د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته استول شوي یوه پیغام کې ویلي چې په یاد برید کې دوی لاس نه لري.
ریپوټونه وایي چې دغه برید داعش وسلهوالې ډلې ترسره کړی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

