ads

په هلمند کې یو شمېر کروندګر د خرما حاصل ته خوښمن دي

دهلمند کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسولین وایي چې سږکال ددې ولایت د خرما باغونو بې ساري حاصلات کړي دوی زیاته وي د خرما په هغه ونو يې تجربو مثبته نیتجه ورکړې ده چي په تېرو ۳۰ کلونو کې يې حاصل نه و کړی.

حضرت محمد روحاني
12 زمری 1399
په هلمند کې یو شمېر کروندګر د خرما حاصل ته خوښمن دي

سږکال په هلمند دخرما باغونه بې سارې حاصلات کړي دي .

دهلمند کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسولین وایي چې سږکال ددې ولایت د خرما باغونو بې ساري حاصلات کړي دوی زیاته وي د خرما په هغه ونو يې تجربو مثبته نیتجه ورکړې ده چي په تېرو ۳۰ کلونو کې يې حاصل نه و کړی.

له بل لورې بیا بزګران هم سږکال د خرما حاصلاتو ته خوښ دي .

دهلمند د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د پلان او برنامو د مدیریت مدیر سید رفع الله قلم کلید ته ړویل چې د دې ولایت په مرکز لښکرګاه او ځینو ولسوالیو کې د خرماو مخکنۍ ونې په فني او مسلکي توګه القاح، او پیوند شوي دي چې سږکال یې بې سارې ډول حاصلات ورکړي .

سید رفیع الله دغه راز زیاته کړه هغو بزګرو ته چې، د خرما د ونو باغونه یې لرل د ښه روزنې او پالنې په اړه عامه پوهاوی هم ورکول شوی دی او ددې ولایت اوبه او هوا د خرما د حاصلاتو او ترویج لپاره مناسبه ده او دوی به ډير ژر په مرکز او ولسوالیو کي د خرما د ترویج په خاطر د کروندګرو په هڅونې او عادت کولو مرستي وکړي .

«په تیرو دوو کالنو کې په هلمند کې هغه باغدارانو ته چې دوی د خرما ونې لرلې د القاح په موخه روزنې او عامه پوهاوی ورکول شوی خوشبختانه سږکال بزګرو په خپلو ځمکو کې دغه خرماوې القاح کړې دي چې ښه پایله یې ورکړې ده خو موږ په هلمند کې شاوخوا ۵۳ونې د خرماوو لرو ددې ترڅنګ بل بیا ۲۵ونې چې موږ په یو باغ کې په امتحاني ډول لرو هغه باغ هم ښه پایله ورکړې ده »

قلم وایې چې د هلمند د کرنې ریاست په پلان کې لري چې سږکال بزګرو ته په ۲۵ جریبه ځمکه کې د خرما د ونو تجارتي بڼونه جوړ کړي، تر څو د ترویج په موخه یې وروسته د دې ولایت دمرکز په ګډون ټولو ولسوالیو ته پراخ کړي ..

بلخوا بیا په دې ولایت کې د خرما باغداران سږکال د خرما حاصلاتو ته زیات خوښ دي دوی وایي چې سږکال یې د خرما باغونه ښه حاصلات لري.

«زه خپله هم اراده لرم چې د خرما بل باغ جوړ کړم او هڅه مې داده چې خپل ټوله ځمکه یوازي د خرما باغونه کړم اوس زه د خرما ۲۵۰نهاله لرم مخکي مې ۷۰نهاله و غواړم دلته دخرما نهال خانه هم ولرم»

ګوره دغه ځمکه چې ده دغه غواړم ټوله باغ کړم زه ایران ته مهاجرشوی وم هلته مې د خرماوو په باغونو کې ۲۵کاله تېر کړل پوه شوم چې خرما ښه ګټه لري»

دیادلووړده چې حکومت په تېردوو لسیزو کي د کوکنارو د بدیل په خاطر د بېلا بېلو تخمونود ترویج لپاره هلې ځلې کړي دي،خو تراوسه څنګه چي تمه وه په هغه ډول یې د کنارو د کښت مخنیوی نه دی کړی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA