د کورونا ویروس یوه مثبته پېښه ثبت شوې
روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس یوه مثبته پېښه شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۶ زره او ۷۱۱تنو ته ورسېد.
دغه وزارت وایي، له دې وبا څخه تر دا مهاله ۱۲۸۳تنه مړه شوي او نېږدې ۲۶زره خلک ترې روغ شوي دي.
روغتیایي چارواکې وایي چې د اختر په ورځو کې خلکو د کرونا ویروس ټسټ لپاره لابراتوارونو ته مراجعه نه ده کړې نو ځکه یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده
دوی وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

