ads

ملي امنیت: د داعش د خراسان څانګې د استخاراتو عمومي مشر ووژل شو

د افغانستان د ملي امنیت اداره خبر ورکوي چې د داعش ډلې د خراسان څانګې د استخباراتو عمومي مشر یې وژلی.

شمس الرحمن شمس
12 زمری 1399
ملي امنیت: د داعش د خراسان څانګې د استخاراتو عمومي مشر ووژل شو

د افغانستان د ملي امنیت اداره خبر ورکوي چې ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې د خراسان څانګې د استخباراتو عمومي مشر یې وژلی.

ددې ادارې په اعلامیه کې راغلي چې دغه کس ضیاءالرحمن نومېد، چې په اسدالله اورکزي مشهور و او د اورکزو سیمې اړوند و.

ملي امنیت د یاد کس وژل کېدو ځای په اړه څه نه دي ویلي، خو د ننګرهار ولایت د سیمه ییزو چارواکو په خبره نوموړی شخص یې پرون شنبه جلال آباد ښار کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال وژلی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي، اورکزی د داعش د رهبرۍ له مهمو غړو يو و چې تېر ماښام شپږ بجې جلال آباد ښار ته نژدې خالص فاميليو سيمه کې وژل شوی دی.

سرچېنه زیاتوي چې نوموړي په افغانستان کې پر ملکي او نظامي کسانو او غونډو د بریدونو امر ورکوونکی و.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي امنیت سږ کال لومړیو کې د داعش ډلې د خراسان څانګې مشر عبدالله اورکزی چې مشهور په اسلم فاروقي دی د نیولو خبر ورکړی.

باید یاده شي چې د داعش خراسان ډلې په ۲۰۱۵کال کې خپل فعالیتونه پیل کړل

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA