د اختر په مناسبت د درې ورځني اوربند د غځېدو لپاره دمصالحې عالي شورا هڅې
د سولې د مصالحې عالي شورا وایي چې د اختر په مناسبت درې ورځني اوربند د غځېدو په تړاو یې هڅې پیل کړې دي او په دې برخه کې له بېلابېلو لوریو سره خبرې هم شوې دي.
نن د اختر درېیمه ورځ ده او تر دا مهاله دغه اوربند په نسبي ډول سره رعایت شوی دی.
د مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون په خبره د اوربند د غځېدو پر سر یې له بېلابېلو اړخونو سره خبرې شوې او په دې سره غږېدلې چې دا درې ورځنی اوربند څنګه تمدید کولای شي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم تېره چهارشنبه له جمهور رییس محمد اشرف غني سره د اوربند پر غځېدو خبرې کړې دي.
د یادونې وړ ده دا درېیم ځل دی چې افغان حکومت او وسله وال طالبان په اخترونو کې اوربند اعلانوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

