ads

روسیه: د رواني میاشتې تر پایه به د کورونا ویروس ضد واکسین تایید شي

د روسیې هېواد د روغتیا وزارت خبر ورکوي چې ددغه کال په اکتوبر میاشت کې به پر یو شمېر خلکو د کرونا ویروس ضد واکسین وازمایل شي.

شمس الرحمن شمس
12 زمری 1399
روسیه: د رواني میاشتې تر پایه به د کورونا ویروس ضد واکسین تایید شي

په روسیا کې د کورونا ضد واکسین کمپاین پیلولو ته چمتوالی

د روسیې هېواد د روغتیا وزارت خبر ورکوي چې ددغه کال په اکتوبر میاشت کې به پر یو شمېر خلکو د کرونا ویروس ضد واکسین وازمایل شي.

هلته روغتیایي چارواکي وایي چې دا واکسین به د روانې میاشتې تر پایه تایید شي، خو ځیني روغتیایي کاروپوها بیا د روسیې په بېړه د کورونا ضد واکسین چمتو کېدو او تطبیق  ته اندېښمن دي، دوی وایي چې باید په دې اړه لا ډېرې څېړنې وشي.

بل لورته په امریکا کې د ویروسي ناروغیو کارپوه ډاکټر  انتوني فاوچي هیله ښودلې چې چین او روسیې به خپل جوړ کړي واکسین په رښتیا ارزولي وي.

په ورته مهال نوموړي ټینګار کړی چې امریکا متحده ایالتونه باید د روان کال تر پایه خوندي او ګټور واکسین رامنځته کړي تر څو له دغې وبا څخه د انسانانو ژوند خوندي شي.

د امريکې د جانز هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې  تر دا مهاله د کورونا ناروغۍ په ټوله نړۍ کې ۶۳۸۲۳۸ کسانو ژوند اخیستی او نېږدې ۱۶میلیونه پر دې وبا اخته شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA