ads

د ډیورنډ پر فرضي کرښه د وروستیو بریدونو په تړاو د غونډې جوړېدل

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ډیورنډ پر فرضي کرښه د پاکستاني پوځیانو د وروستیو بریدونو د څرنګوالي او د ورته پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې.

شمس الرحمن شمس
12 زمری 1399
د ډیورنډ پر فرضي کرښه د وروستیو بریدونو په تړاو د غونډې جوړېدل

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د ډیورنډ پر فرضي کرښه د پاکستاني پوځیانو د وروستیو بریدونو د څرنګوالي او د ورته پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره اړتیا ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ناسته برابره شي ترڅو د ورته پېښو مخنیوی وشي.

دغه وزات پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستاني پوځیانو له‌ځوا د زمري د ۹مې نېټې راکټي بریدونو په تړاو ژوره اندېښنه ښودلې ده او یاد بریدونه یې غندلي دي.

په هغو بریدونو کې د ځایي چارواکو په خبره ۱۶ افغان ملکيان وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان دي.

سرچېنه زیاتوي چې ډیپلوماتیکې حل لارې د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره اغېزمنې تمامېدای شي.

د یادونې وړ ده چې تر اوسه د یادې غونډې ځای او وخت په اړه څه نه دي ویل شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA