ads

جمهور رییس محمد اشرف غني له سمنگان ولایت څخه لیدنه وکړه

جمهور رییس د سمنګان ولایت له بېلابېلو قشرونو سره له نږدې وکتل ،د هغوی ستونړې او  وړاندیزونه یې واورېدل.

شمس الرحمن شمس
12 زمری 1399
جمهور رییس محمد اشرف غني له سمنگان ولایت څخه لیدنه وکړه

جمهور رییس محمد اشرف غني پرون سهار د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د سمنګان ولایت د عمومي وضعیت د ارزونې په هدف، د دې ولایت مرکز ایبک ښار ته سفر وکړ.

جمهور رییس محمد اشرف غني د خپلو سفرونو په لړ کې داځل د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په ملتیا سمنګان ولایت څخه لیدنه وکړه

جمهور رییس د سمنګان ولایت له بېلابېلو قشرونو سره له نږدې وکتل ،د هغوی ستونړې او  وړاندیزونه یې واورېدل.

نوموړي د خپلو  خبرو په جریان کې د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې د روان کال تر پایه تصمیم نیسي چې سمنګان ولایت کې د اوبو څلور بندونه پلان کړي

جمهور رییس همدارنګه زیاته کړه چې ددولت برنامې ملي دي او د سمنګان خلکو ته یې ډاډ ورکړ چې له هېڅ برنامې به محروم پاتې نه شي.

جمهور رییس پر خلکو غږ وکړ چې الکترونیکي تذکرې واخلي او د افغانستان د داخلي منابعو په انکشاف تمرکز وکړي.

د یادونې وړ ده چې جمهوررییس سره په دې سفر کې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار ‌‌‌‌ حمد الله محب، د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي، د دفاع وزارت لوی درستیز محمد یاسین ضیا، د ملي امنیت عمومي رئیس احمد ضیا سراج، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ريیس شمیم کټوازي، د پوهنې او ښځو چارو سرپرستو وزیرانو او یو شمېر نورو دولتي مسوولینو هم ملتیا کوله.ش

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA