افغان حکومت په تېرو دوو ورځو کې ۳۱۷طالب بندیان آزاد کړي دي

د ملي امنیت شورا دفتر پر خپله ټوېټر پاڼه خبر ورکړی دی چې د جمهور رییس محمد اشرف غني د فرمان له مخې یې په پروان، بګرام او نورو ولایتونو کې ۳۱۷تنه طالب بندیان خوشي کړي دي.