ads

افغان حکومت په تېرو دوو ورځو کې ۳۱۷طالب بندیان آزاد کړي دي

د ملي امنیت شورا دفتر پر خپله ټوېټر پاڼه خبر ورکړی دی چې د جمهور رییس محمد اشرف غني د فرمان له مخې یې په پروان، بګرام او نورو ولایتونو کې ۳۱۷تنه طالب بندیان خوشي کړي دي.

شمس الرحمن شمس
12 زمری 1399
افغان حکومت په تېرو دوو ورځو کې ۳۱۷طالب بندیان آزاد کړي دي

د ملي امنیت شورا دفتر پر خپله ټوېټر پاڼه خبر ورکړی دی چې د جمهور رییس محمد اشرف غني د فرمان له مخې یې په پروان، بګرام او نورو ولایتونو کې ۳۱۷تنه طالب بندیان خوشي کړي دي.

سرچېنه زیاتوي چې د جمهور رییس فرمان عملي کولو سره به دا پروسه دوام پیدا کوي او په پلان کې ده چې ۵۱۰۰تنه طالب بندیان به ازاد شي.

دا په داسې حال کې ده چې د دوحې تړون له مخې افغان حکومت ۴۹۱۷تنه خوشي کړي دي او طالبانو د حکومت ۱۰۰۰تنه بندیان ازاد کړي دي.

تر دې وړاندې وسله‌والو طالبانو ویلي و که افغان حکومت ددوی د لېست مطابق ۵زره طالب بندیان خوشي کړي نو دوی به په دوو اوونیو کې بین الافغاني خبرو ته چمتوالی ونیسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA