هندۍ رسنۍ خبر ورکوي چې په دغه هېواد کې د جعلي شرابو او د مېکروب ضد مایع څښلو له کبله کابو ۳۸کسانو ژوند بایللی دی.
ددغه هېواد په اندرا پردیش ایالت کریچوډو سیمه کې هغه دوکانونه بند شوې چې مېکروب ضد مایع پکې خرڅېدل.
سرچینه زیاتوي چې لس تنه د مېکروب ضد مایع څښلو له کبله مړه شوي دي او پاتې نور بیا په جعلي شرابو څښلو سره مړه شوي.
هند حکومت وایي چې اوسمهال هلته د شرابو دوکانونه تړل شوي دي، خو د لاس مینځلو مېکروب ضد مایع په اسانۍ سره پیدا کېږي.
د معلوماتو له مخې هند اوس له امریکا، برازیل او روسیې وروسته د کورونا ناروغانو له کله څلورم هېواد دی چې پکې کورونا ویروس په چټکۍ سره خپور شوی.
هلته په هند کې د کورونا وېروس۵۵۰۰۰نوې مثبتې پېښې ثبت شوې او له دې وبا څخه تر دامهاله د مړ شویو کسانو شمېر له ۳۵زره څخه اووښتی دی.


