د افغانستان علومو اکاډیمۍ علمي مشاور، شاعر، لیکوال او سیاستوال اکاډیمسین سلیمان لایق د ۹۰ کالو په عمر په جرمني کې ومړ.
د مرحوم زوی لایق رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې پلار یې د هغو ټپونو له کبله ساه ورکړه چې تېر ۲۰۱۹ کال په کابل کې یوې چاودنې کې اخیستي وو.
د نومړي په وینا سلیمان لایق له ټپي کېدو وروسته په لومړي سر کې هند ته او بیا جرمني ته د درملنې لپار لاړ او له تېرو لسو ورځو راهیسې په روغتون کې بستر و.
مرحوم لایق د هېواد پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې زېږېدلی و چې لومړنۍ زده کړې د پغمان په مدرسه شرعیه، حبیبیه لیسه کې او بیا یې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون له شرعیاتو او ادبیاتو پوهنځیو ترلاسه کړې.
سلیمان لایق چونغر، سندرې په سویو واتونو کې، کېږدۍ، یادونه او درمندونه، کیسې او افسانې، د اباسین سپیدې، شپیلۍ، سپرغۍ او ګڼ نور پښتو او دري شعري او نثري اثارپرې ایښي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

