د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د سیلابونو له کبه لس تنه مړه شوي
د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي چې نن سهار مهال په شامل او کلټک کلیو کې د سختو بارانونو او توپانونو له کبله سیلابونه راوتلي دي چې له کبله یې خلکو ته مالي او ځاني زیان اوښتی دی.
دی زیاتوي چې تر اوسه ترې ۱۲ تنه مړه شوي او لسګونه کورونه یې ویجاړ کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

