ads

د خوست اختریز دودیز خوراک

اخترونه چې د افغانستان په ګډون په ټوله اسلامي نړۍ کې په ځانګړو مراسمو او خوښۍ سره لمانځل کیږي، خو د لمانځنې ډولونه یې د سیمې دود او کلتورته په کتو په بېلا بېلو بڼو وي.

بختاجان بختیار
11 زمری 1399
د خوست اختریز دودیز خوراک

اخترونه چې د افغانستان په ګډون په ټوله اسلامي نړۍ کې په ځانګړو مراسمو او خوښۍ سره لمانځل کیږي، خو د لمانځنې ډولونه یې د سیمې دود او کلتورته په کتو په بېلا بېلو بڼو وي.

ددې بېلوالي یوه نښه هم د اختر خوراکونه دي، چې لویه پکتیا په ځانګړي ډول خوست یې له نورو سیمو جلا ساتلی.

د افغانستان د بېلا بېلو سیمو خلک د اختر شپې او ورځې په ځانګړو مراسمو او دودونو سره لمانځي، په دې دودونو کې ځينې سیمې له نورو هغو د خوراک او یا نورو برخو کې  جلا والی لري.

خوست هم تر ډېره دودیزه او کلتوري ټولنه ده، چې  رواجونو یې په  اختر هم اغېز کړی، لدې جملې یې یو هم د اختر دودیز خواړه یادولی شو.

پدې سیمه کې د اختر په ورځ په هر کور کې مۍ وریجي او غوړي پخیږي، چې ډېر خلک دې ته غټې وریجي او یا هم د نورو سیمو اوسېدونکي ورته ډنډکی وایي.

د مۍ وریجې پخول، لوښي او خوراک یو څه بېل غوندې دي، دا خوراک له ډېر پخوا رواج دی، مخکې به د دود له مخې په یو ستر لرګین لوښي کې چې خانک ورته ویل کېده اچول کېده او بیا به یې منځ کې د غوړیو لپاره کوچنۍ ډنډوکی جوړوه، همدا علت دی چې ځينې خلک ورته ډنډکی وایي.

قابل چې دخوست ولایت دتڼیو ولسوالۍ اوسیدونکی دی وایی، وریجې غوړي نه یوازي داچې په دې ولایت کې دودیز خواړه دي، بلکې داتحاد او اتفاق ښکارندوی هم دی.

 هغه زیاتوي چې داختر له لمانځه وروسته خلک په پېنډو  یاګروپي شکل د یو بل کورونو ته ورځي داختر مبارکیانې کوي او بیا په مشترک ډول د غټو وریجو په کنډول یاتشتونو کیني  او په دله ییز شکل یی خوري:

(( د اختر په ورځو کې معمول ده، چې ډنډکی په هرکورکې پخیږي، خلک د مبارکۍ ترڅنګ په دسترخوان له ایښي کنډول څخه یو څو ګولې کوي، لویه یې ښېګڼه یې داده، چې په ډله ییز شکل خوړل کیږي، چې دا د یووالي نښه هم بلل کیږي.))

دسیمې یو بل اوسېدونکی عصمت الله وایي وریجې غوړي ډیرې ښېګڼې لري، چې له جملې یې یو هم مساوات دی، دنوموړي په وینا چې یاد خوراک پدې ورځ د مالداره او غریب د دسترخوان برخه وي:

(( مۍ وریجې او یا ډنډکی پخوال موږ ته له پلرونو او پخوانیو راپاتې دود دی، ښه خوراک خو ځکه دی، چې له یوې خوا پرې کم مصرف کېږي او له بلې خوا پدې ورځ د مالدار او غریب په دواړو کورونو کې پخېږي.))

ددې ولایت یو بل اوسېدونکی واحدالله وایي، وریجو غوړیو ته خلک دکلتور له مخې په درانه سترګه ګوري او د اختر په ورځو کې هغه خلک، چې په خپلو کې له یو بله خفه وي خپل خفګان هیروي او د میو وریجو په کنډول یو ځای کیني:

(( یو خو دې خوراک ته د دود له مخې په درانه سترګه کتل کیږي، او بل دا چې پدې ورځ هغه خلک چې له یو بله خفه وي په همدې کنډول یو ځای کېني، شته خفګان او یو بل ته ساتلي  کیسې له زړونو وباسي.))

دیادونې ده چې وریجې غوړي دخوست یولرغونی اوکلتوري خوراک دی، چې د خوست سربېره دافغانستان په نورو ولایتونو کې یی هم د خوست د ځانګړي او دودیز خوراک په نوم  شهرت موندلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA