طالب زندانیان دې خوشې خو په خپلو کورونو کې نظربند وي
امریکا له افغان حکومته غوښتنه کړې ده چې د بین الافغاني خبرو ژر پیل لپاره دې پاتې طالب بندیان خوشې او خپلو کورنو کې دې نظر بند شي.
امریکایي رسنۍ وایي، چې درېیو لوړ پوړو امریکایي چارواکو افغان حکومت ته وړاندیز کړی چې د بین الافغاني خبرو پیل په هدف او له روان وضعیت څخه د وتلو لپاره اړتیا ده چې پاتې ۴۰۰طالب بندیان ازاد کړل شي.
دوی وایي دا بندیان دې د خپل حبس موده داسې ځای کې تېره کړي چې د افغان حکومت او طالبانو تر نظارت لاندې وي.
سرچېنه زیاتوي چې یاد لوړ پوړي امریکایي چارواکي غواړي چې یو ځل بیا د دوحې مذاکرات چې د بندیانو نه خلاصون له کبله له ځنډ سره مخ دي بېرته پیل او بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د ۴۰۰بندیانو نه خوشي کولو ویلي او طالبان بیا د لېست مطابق بندیان غواړي.
افغان حکومت وایي چې د پاتې بندیانو خلاصون لپاره مشورتي لویه جرګه جوړوي او یاده جرګه به پرېکړه کوي چې پاتې بندیان خوشي شي او که نه؟
د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې هوکړې له مخې افغان حکومت به د طالبانو ۵زره بندیان او طالبان به د حکومت زر تنه بندیان خوشي کوي او تر هغې وروسته به بین الافغاني خبرې پیلیږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

