ads

یاسین ضیا: ټول ځواکونه دې د پاکستان د بریدونو ځواب ته چمتو شي

د افغانستان لوی درستیز د هېواد ټولو ځواکونو ته امر کړی چې د پاکستان د راکیټي بریدونو پر وړاندې بلمثل عمل ته بشپړ چمتوالی ونیسي.

محمدخان بریال
10 زمری 1399
یاسین ضیا: ټول ځواکونه دې د پاکستان د بریدونو ځواب ته چمتو شي

دا په داسې حال کې ده چې پرون په چمن کې د مسافرو له لاریون وروسته پر ډیورنډ کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو نښته شوې چې د شپې تر ناوخته یې دوام درلود.
له دفاع وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې لیکل شوي، پرون د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د پاکستان په راکیټي بریدونو کې ۵۹ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
اعلامیه زیاتوي چې په دغو بریدونو کې د یو ماشوم په ګډون نهه ملکي وګړي ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شول.
د هېواد لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیا ۲۰۱ سېلاب او ۲۰۳ تندر قول اردوګانو ته امر کړی چې له ډیورنډ فرضي کرښې سره نېږدې ټول افغان سرتیري په سپکو او درنو وسلو سمبال کړي.
دفاع وزارت وایي، لوی درستیز همدارنګه هوایي او ځانګړو ځواکونو ته د لومړۍ درجې احضاراتو درلودو لارښوونه کړې او هغوی ته یې امر کړی چې د پاکستان د هر ډول برید پر وړاندې بلمثل عمل وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم پر افغان خاوره د پاکستان په راکیټي بریدونو کې لسګونه ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA