ads

پکتیکا وال: اوربند او د تاوتریخوالي کمښت د ارام ساه راکړه

دغه کسان له کلونو راهیسې په جګړو او نا امنیو کې ژوند کوي، د اوربند او سولې کلیمه خوږه ور لګېږي او د افغانانو ښیګڼه هم د تاوتریخوالي په پای ته رسېدو کې ویني.

خیرالدین ذکي
10 زمری 1399
پکتیکا وال: اوربند او د تاوتریخوالي کمښت د ارام ساه راکړه

دوی څرګندوي، د جګړې زیان افغانان ویني ځکه دلته نور باید جګړه پای ومومي او دواړه لوري یو بل وزغمي.
هغوی چې په اختر سربېره له شوي اوربند څخه خوښ دي وايې، که درې ورځنی اوربند شونی وي، تل پاتې هغه يې هم کېدای شي، خو که د جنګ ښکېل لوري په رښتیا هم سولې ته خپله ژمنتیا په ډاګه کړي.
«د جنګ دواړو غاړو ته که وژل کېږې، افغانان دي او موږ په دواړو لورو خواشیني کېږو. په دې جګړه کې ټوله تباهي د افغانانو ده، نه زیان پاکستان ته رسېږي او نه هم امریکا ته.»
حکیم خان ځدراڼ له کلید سره په خبرو کې وویل، د تاوتریخوالي کمښت او ډزبندي د ارام ساه ورکړې ده او د اختر خوښۍ يې څو برابره ډېرې شوې دي.
هغه په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدل غواړي او څرګندوي چې له دې فرصته باید ګټه پورته شي او هر څومره ژر باید روان تاوتریخوالی را کم شي.
«دې ته ډېر خوشال یو چې اوربند وشو او جګړه ختمه شوه. خلکو جامې واغوستلې، نکریزي يې ولګولې. ډېر ورته خوشال دي خلک ټول بازار ته را ووتل، پخوا د خلکو زړونه مات وو، ټول په کورونو کې ناست وو، هېڅ کاروبار او ژوند خوند نه ورکاوه.»
د سولې اولسې حرکت غړي وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې مادې دي دواړو لوري عملي کړي، څو د سولې په خبرو کې پراته خنډونه له منځه لاړ شي او پیل شوي مذاکرات پایله ورکړي.
«له دواړو لورو مو غوښتنه ده چې کومې مادې يې کړې دي، هغه دې عملي کړي. د یو او بل بندیان دي خلاص کړي، څو د سولې خبرې لا ګړندۍ او د هوسا ژوند لپاره لاره هواره شي.»
یاده دې وي چې د طالب وسلوالو او افغان حکومت تر منځ د اختر درې ورځو لپاره اوربند اعلان شوی. پکتیکا کې تر دې دمه د نا امنۍ پېښه نه ده رامنځته شوې، هیله داده چې د تل لپاره باید افغانستان کې دا ډول ارامي او خوښۍ شتون ولري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA