ads

په هرات کې د چاودنې په پایله کې ۱۴ تنه ژوبل شول

د دغه ولایت د روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شېرزي کلید ته وویل، د هرات د دولسمې ناحیې په مربوطاتو کې نن سهار د یوې چاودنې له امله ۱۴تنه ټپیان د یاد ولایت حوزوي روغتون ته ور وړل شوي دي.

محمدخان بریال
10 زمری 1399
په هرات کې د چاودنې په پایله کې ۱۴ تنه ژوبل شول

دی وایي، د درېیو ټپیانو روغتیایی حالت نازک ښودل شوی دی.
په ورته وخت کې د هرات پولیس وایي، په دې پېښه کې شپږ تنه ټپیان شوي دي او په تړاو یې د درېیو تنو د نیولو خبر ورکوي.
یاده چاودنه پر داسې مهال رامنځته کېږي چې تر دې وړاندې د هرات امنیتي چارواکو د اختر په ورځو کې د هېوادوالو د امنیت خوندیتوب په تړاو د کلکو امنیتي تدابیرو خبر ورکړی و.
تر اوسه کومې ډلې د برید پړه نه ده منلې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA