ads

په لوګر کې د موټربم برید په پایله کې ۴۹ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د کورنیو چارو وزارت د لوګر په مرکز پول علم کې د درنې موټر بم چاودنې خبر ورکوي.

محمدخان بریال
10 زمری 1399
په لوګر کې د موټربم برید په پایله کې ۴۹ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

له دغه وزارت څخه خپره شوې اعلامیه وایي، یاد موټر بم برید پرون ماښام اووه بجې او ۴۰ دقیقې د لوګر ولایت د مرکز پول علم اړوند ښاروالۍ چوک په سیمه کې د امنیتي ځواکونو د تلاشۍ پوستې ته نېږدې ترسره شو.
اعلامیه زیاتوي، په دې پېښه کې د درېیو ملکي وګړو او شپږو امنیتي سرتیرو په ګډون نهه تنه ووژل شول او ۴۰ نور ټپیان شول.
که څه هم امنیتي مسولین دا د وسله والو طالبانو کار بولي، خو طالبان په دې چاودنه کې خپل لاس درلودل رد کړي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې ترسره شوی موټربم برید پر دوی پوړې اړه نه لري.
تر اوسه د برید مسولیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA