ads

ټرمپ د جمهوري ریاست د ټاکنو ځنډېدو وړاندیز کړی

امریکایي رسنۍ وایي، د دغه هېواد جمهور رییس ډونالډ ټرمپ وړاندیز کړی چې د جمهوري ریاست راتلونکې ټاکنې دې وځنډول شي.

محمدخان بریال
10 زمری 1399
ټرمپ د جمهوري ریاست د ټاکنو ځنډېدو وړاندیز کړی
د امریکا جمهور رییس ټرمپ

هغه پر خپل ټوېټرپاڼه ادعا کړې چې د پوسټ له لارې رایه ورکول به د امریکا راتلونکې ټاکنې په تاریخ کې له درغلۍ ډکې ټاکنې شي او دا به د امریکا لپاره یو لوی شرم وي.
ټرمپ ویلي،‌ په همدغه دلیل اړتیا ده چې ټاکنې وځنډول شي، څو امریکایي وګړي په شفافه توګه په ټاکنو کې برخه واخلي.
که څه هم داسې ډېر شواهد نشته چې د پوسټ له لارې دې رایه ورکول د درغلۍ لامل وګرځي، خو ټرمپ له ډېرې مودې راهیسې د دا ډول رایه ورکولو مخالف دی.
د یادولو وړ ده چې د امریکا ایالتي حکومتونه غواړي‌ چې د کورونا وېروس وبا له کبله لا ډېرو کسانو ته د پوسټ له لارې د خپلې رایې لېږلو اسانتیا برابره کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA