هغه پر خپل ټوېټرپاڼه ادعا کړې چې د پوسټ له لارې رایه ورکول به د امریکا راتلونکې ټاکنې په تاریخ کې له درغلۍ ډکې ټاکنې شي او دا به د امریکا لپاره یو لوی شرم وي.
ټرمپ ویلي، په همدغه دلیل اړتیا ده چې ټاکنې وځنډول شي، څو امریکایي وګړي په شفافه توګه په ټاکنو کې برخه واخلي.
که څه هم داسې ډېر شواهد نشته چې د پوسټ له لارې دې رایه ورکول د درغلۍ لامل وګرځي، خو ټرمپ له ډېرې مودې راهیسې د دا ډول رایه ورکولو مخالف دی.
د یادولو وړ ده چې د امریکا ایالتي حکومتونه غواړي چې د کورونا وېروس وبا له کبله لا ډېرو کسانو ته د پوسټ له لارې د خپلې رایې لېږلو اسانتیا برابره کړي.


