ads

عبدالله عبدالله: اعلان شوی اوربند د باور جوړونې لپاره مهم ګام دی

د افغانستان د مصالحې ملي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د لوی اختر د مبارکۍ په پیغام کې اعلان شوی اوربند ستایلی دی.

محمدخان بریال
10 زمری 1399
عبدالله عبدالله: اعلان شوی اوربند د باور جوړونې لپاره مهم ګام دی

له دې شورا څخه پرون ناوخته په خپاره شوي اختریز پیغام کې د عبدالله له قوله ویل شوي چې دا اقدام بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو او باور جوړونې ته زمینه برابروي او په هېواد کې د تلپاتې سولې لامل کېږي.
سرچینه زیاتوي چې د دې شورا د رهبرۍ تشکیلات وروستي شوي او په راتلونکو ورځو کې به د یادې شورا د کمېټې لومړۍ ناسته هم جوړه شي.
په ورته وخت کې په یاد پیغام کې دا هم ویل شوي چې د مصالحې شورا به د سولې په لاره کې پراته خنډونه له منځه یوسي.
ډاکتر عبدالله عبدالله په ورته وخت کې پر طالبانو غږ کړی چې د خبرو په جریان کې د تاوتریخوالي کچه کمه کړي او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوي په هدف تلپاتې اوربند وکړي.
د نوموړي په خبره، د بندیانو په خوشي کېدو سره نور د مخامخ خبرو لپاره بله پلمه نه لیدل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA