له دې شورا څخه پرون ناوخته په خپاره شوي اختریز پیغام کې د عبدالله له قوله ویل شوي چې دا اقدام بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو او باور جوړونې ته زمینه برابروي او په هېواد کې د تلپاتې سولې لامل کېږي.
سرچینه زیاتوي چې د دې شورا د رهبرۍ تشکیلات وروستي شوي او په راتلونکو ورځو کې به د یادې شورا د کمېټې لومړۍ ناسته هم جوړه شي.
په ورته وخت کې په یاد پیغام کې دا هم ویل شوي چې د مصالحې شورا به د سولې په لاره کې پراته خنډونه له منځه یوسي.
ډاکتر عبدالله عبدالله په ورته وخت کې پر طالبانو غږ کړی چې د خبرو په جریان کې د تاوتریخوالي کچه کمه کړي او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوي په هدف تلپاتې اوربند وکړي.
د نوموړي په خبره، د بندیانو په خوشي کېدو سره نور د مخامخ خبرو لپاره بله پلمه نه لیدل کېږي.


