نوموړي پر خپل ټوېټرپاڼه په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، په هرات، فراه، غور، نیمروز، زابل او بلخ کې د ۸۲ نورو حکومتي بندیانو په خوشي کېدو سره طالبانو هغه ژمنه پوره کړه چې له امریکا سره د دوحې په هوکړه کې شامل وه.
په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې یاد بندیان د لوی اختر په مناسبت او د نېک نیت ښودلو پر اساس ازاد شوي دي.
اعلامیه زیاتوي، دغه زندانیان د درېیو میاشتو او ۱۶ ورځو په موده کې د طالبانو له خوا د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې خوشي شوي دي.
ټاکل شوې چې د دواړو لورو له خوا د بندیانو تر خوشي کېدو وروسته ژر تر ژر بین الافغاني خبرې پیل شي.
د دغو خبرو لومړۍ ناسته به د قطر په پایتخت دوحه کې وشي.


