ads

افغان حکومت د اختر تر څلورمې ۵۰۰ نور طالب بندیان ازادوي

د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني د لوی اختر د مبارکۍ په پیغام کې اعلان وکړ چې افغان حکومت به د سولې پروسې اسانولو په هدف د اختر تر څلورمې ورځې ۵۰۰ نور طالب بندیان هم ازاد کړي، خو په خبره یې دا بندیان به د ورکړل شوې لېست اړوند نه وي.

محمدخان بریال
10 زمری 1399
افغان حکومت د اختر تر څلورمې ۵۰۰ نور طالب بندیان ازادوي

ده زیاته کړه، د طالبانو په ورکړل شوي لېست کې داسې بندیان شامل دي چې د هېواد جمهور رییس یې پخپل سر د خوشي کېدو صلاحیت نه لري.
د ده په وینا، د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کېدو پرېکړه به لویه جرګه کوي او هغه له ملي شورا وغوښتل چې خپل غړي له رخصتۍ څخه ژر تر ژره د لویې جرګې جوړېدو ته راوغواړي.
تر اوسه افغان حکومت د طالبانو د ورکړل شوي لېست اړوند ۴۶۰۰ طالب بندیان ازاد کړي دي.
په ورته وخت کې طالبان وایي، د دوحې د تړون پر اساس یې د ۱۰۰۰ تنو دولتي بندیانو د خوشي کېدو بهیر بشپړ کړ.
د یادولو وړ ده چې سهیل شاهین د تېرې پنجشنبې په ورځ پر خپل ټوېټرپاڼه ولیکل، که حکومت تر اختر پورې د دوی پاتې بندیان ازاد کړي، دا ډله تر اختر وروسته د مخامخ خبرو پیل ته بشپړه چمتو ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA