سږ کال د کورونا ویروس د خپرېدو له امله ریاض یوازې هغو بهرنیانو ته د حج په مراسمو کې د ګډون اجازه ورکړې ده چې په سعودي عربستان کې دننه ژوند کوي.
راپورونه وایي، نن به له منا څخه یوازې څو زره کسان عرفات ته ولاړ شي.
د سعودي عربستان د حج او اوقافو وزارت وایي، کومو کسانو چې په حج کې برخه اخیستې ده، هغوی وار له مخه قرنطین شوي دي او تبې یې کتل شوې دي.
د سرچینې په خبره، یوازې هغو کسانو ته په دغو مراسمو کې د ګډون اجازه ورکړل شوې ده چې عمرونهیې تر ۶۵ کلونو ښکته دي.
په تېرو کلونو کې به د نړۍ له ۱۸۰ هېوادونو تر دوه میلیونه ډېرو مسلمانانو د حج په مراسمو کې برخه اخیسته.
خو سږ کال د کویډ ۱۹ له امله یوازې ۱۰ زره مسلمانان په یادو مراسمو کې ګډون کوي.


